ختیځ ادبي بهیر خپله ۲۵ مه ناسته ترسره کړه
ایمل مړوند ایمل مړوند

 

د ۱۳۹۱ کال د مرغومې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ ختیځ ادبي بهیر خپله ۲۵ مه اونیزه غونډه  د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې ترسره کړه.پرانیسته يې قاري عبدالله سهار د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت وکړه او بیا د هیواد د ستر

سیاسي او پرهنګي شحصیت صمد حامد د مړینې له امله د هغه ارواح ته د دعا لاسونه لپه شول.

د اروښاد صمد حامد د ژوند او کړنو په اړه قاري عبدالله سهار او غفور احمد جاوید خبرې وکړې او د اورښاد په اړه يې بهیروالو ته معلومات ورکړل.

دا اونۍ د ختیځ ادبي بهیر د ناستې مشري  استاد نصیر احمد ښاد کوله د مېلمه پر څوکۍ نهضت شېرزاد ناست و، کوربه توب يې قاري عبدالله سهار کولو او د دریځ چارې جمال ثاقب سمبالولې.

د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو او بهیروالو يې په اړه نظرونه وړاندې کړل.

عرفان الله بیدار وویل: په تېره اونۍ کې يې خبرې کړې وې، خو په ګزارش کې نه وې راخیستل شوې.

غفور احمد جاوید د مړوند ګزارش لیکل وستایل وې ویل هره اونۍ يې د نیټ له لارې د بهیر اونیز راپورونه لولي او خوند ترېنه اخلي.نوموړي غوښتنه وکړه چې د بهیر د ګزارشونه نه دې د یوې ټولګې په توګه چاپ شي.

باز محمد عابد وویل( غونډه سهار ۹ بجې پیل شوه او  تر غرمې ناوخته پورې يې دوام وکړ) پر ځای لیکلی شوې جمله نه ده. هغه وویل هڅه دې وشي چې ( د دوام وکړ) پر ځای بله مناسبه کلیمه ولیکل شي.

هغه همداراز وویل ( دغو راغلو ښاغلو په کې خپل شعرونه وویل) هم ستونزه لري په وینا يې که د دې پرځای یوازې( وویل چې (دغو ښاغلو) خپل شعرونه وویل هم بسنه کوي.

د ګزارش تر ارزونې وروسته بازمحمد عابد د ژمنې سره سم د بهیر د ویندویۍ (د دریځ چارو) په اړه خپلې تجربې او لارښونې د بهیروالو سره شریکې کړې.

باز محمد عابد د د بهیر د دریځ د چارو د سمبالولو په اړه د ویاندویانو او بهیروالو لپاره هر اړخیز او په زړه پوري معلومات ورکړل.

د ویلو ده، چې باز محمد عابد د اوږدې مودې لپاره د افغان ادبي بهیر ویاند او د دریځ د چارو سمبالونکی پاتې شوی دی او په دې برخه کې پوره تجربه لري.

د عابد تر خبرو ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله چې لسګوننه تنو په کې خپل شعرونه وویل.

په پای کې د دې ناستې مشر نصیر احمد ښاد د غونډې د ارزونې په موخ دریځ ته پورته شو.نوموړي د ختیځ ادبي بهیر د اونیزو ناستو پر پيلیدو خوښي وښوده او دا يې د ادب د پرمختګ په برخه کې یو ګتور ګام وباله. ښاغلي ښاد د ختیځ ادبي بهیر د لا پرمختګ  په اړه ځينې وړاندیزونه او مشورې هم بهیروالو ته ورکړې.

ښاد د دې اونۍ غونډه ډېره ښه وارزوله او زیاته يې کړه، چې نن يې په غونډه کې ډېر نوي او تنکي ځوانان ولیدل او دوی ډېر ښه او ښکلي شعرونه وویل، چې تر دې بله د خوښۍ خبره نشته دی .

ښاد وویل د بهیر د تګلارې سره سم چې ویندویان يې بدلیږي باید د ګزارش لیکنې په برخه کې يې هم بدلون راشي او د یوې ټاکلې مودې لپاره ګزارش ګران ګزارش ولیکي تر څو نوي ځوانان د ګزارش لیکنې د فن سره اشنا شي.

نوموړي د ګزارش لیکنې برخه ډېره مهمه او اړینه یاده کړه او زیاته کړه، چې د ګزارش لیکنې د فن یادول ډېر مهم او اړین دي او بهیر د ځوانانو لپاره د یو پوهنتون په توګه مرسته کولی شي.

د راتلونکې اونیزې ناستې لپار استاد نصیر احمد ښاد ژمنه وکړه، چې په شعر کې به د قافیې د فن په اړه بهیروالو ته معلومات ورکوي.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیدله .


January 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها